غزل لوبه

د لبره نور زه لېونى كړمه ستا غم غم غم
 سترګې دې بم بم بم رښتيا رښتيا
 
 زه تل جړيږمه ته ګرځې خاطر جم جم جم
 سترګې دې بم بم بم رښتيا رښتيا
 
 تاو چې د زلفو رانه ځنځير شو
 دستي خوشاله غماز خنځير شو
 راځه راځه دلربا
 جوړ ترې درياب شو چې له سترګو مې ځي نم نم نم
 سترګې دې بم بم بم رښتيا رښتيا
 
 چانه چې بېل د مينې يار وي
 د رېبار غږ ته په انتظار وي
 خُوب خندا يې نه وي
 په زړه يې ګرځي تورې زلفې پيچ خم خم خم
 سترګې دې بم بم بم رشتيا رشتيا
 
 دلبره وخت مې د ځنكدن دى
 يو ځلې راشه وروستى ديدن دى
 بېا به ارمان وكړې ته
 د خداى لپاره چې د مېنې مې كړه دم دم دم
 سترګې دې بم بم بم رښتيا رښتيا
 
 سوالګېر ولاړ يم د درملنګ
 راځنې پاتې شه نام ننګ
 ((سېلاب)) ګدا يمه زه
 (سېلاب)) ګدايمه زه
 تا دى ضبط كړى فقط ما و ليس لم لم لم
 سترګې دې بم بم بم رښتيا رښتيا