غزل

په تا چې اى ليلى شيدا شومه شيدا شومه شيدا
 په مېنه كې د ستا رسوا شومه رسوا شمه رسوا
 په كوم دم چې ما ولېدې سرې شونډې سور پېزوان
 داخل شوم سم دواره ستا د مېنې په زندان
 كه خپل وو كه خپلوان
 خواږه خواږه ياران لما شو ګريزان
 چې بل شو اور په ما تنها شومه تنها شومه تنها
 
 ښكاره چې شوې ستا تورې زلفې ماته ول په ول
 ما ولېدې لمبې د ستا د هجر بل په بل
 بيمار له عاشقۍ
 ناچار له عاشقۍ بېزار له عاشقۍ
 د در د دلربا ګدا شومه ګدا شومه ګدا
 
 په دركې دې ولاړ يمه په طمعه د وصال
 كه يو ځل راښكاره كړې سپين جبين لكه هلال
 شوم تير له ننګ و نام
 ولاړ يم لاس په نام غوښتونكى د يو جام
 وو بد نصيب زما اشنا شومه اشنا شومه اشنا
 
 خبر نه ووم عالمه د خوبانو په قانون
 دې مېنې د ليلى زه رښتيانى كړمه مجنون
 نارې وهي ((سېلاب))
 قبول مې دى هر باب ثواب دى كه عذاب
 نوكر دې بې تنخوا رښتيا شومه رشتيا شومه رښتيا