غزل

راځه راځه دلبره راځه راځه دلبره
 مېنه د ستا مېنه د ستا شوه په ما زوروره
 
 مېنې مجنون مېنې مفتون مېنې محزون كړمه ستا
 لكه ليلى په سپين سبا شولې فنى له غره
 
 زه يم ملنګ غواړم قلنګ په سره پالنګ صنمه
 ماته شين خال شپه دوصال ده له كروړ بهتره
 
 قلم قلم كړم د يار غم ځي مې له سترګو نه نم
 عشق كې كباب غم كې غرقاب يمه له پښو تر سره
 زلفې تار تار په سپين رخسار مې د نګار مزه كه
 زه يم سېلاب شومه بېتاب روان يم بې ګدره