غزل

پښتوستان كې د پښتون بيرغ رپيږي
 ځي دښمن ځغليږي
 ځلميانو وكړله ټولنه
 شو ډلې ډلې كروړونه
 له سر او مال سره وطن نه قربانيږي
 د پښتون هر ځملى عسكر دى
 تيار ولاړ لاس كې خنجر دى
 همت يې پاس د تاريخ پاڼه كې ځليږي
 ځي دښمن ځغليږي
 خبر دې شي ټول جودريان
 داغداران دا قاديانيان
 زمونږ وطن كې د چا حكم نه چلېږي
 ځي دښمن ځغليږي
 چې د وطن د باغ بلبل دى
 ښايسته بورا مئين په ګل دى
 امان الله دى چې سېلاب په نوم ياديږي
 ځي دښمن ځغليږي