زما نندارتون
ستا داسپېرې شاړې مېرې وطنه!
زما په سترګو ګلزارونه دي دا
ستا رنګارنګ ښې منظرې وطنه!
زما لپاره سينګارونه دي دا
ستا لوړې څوكې شنې درې وطنه!
زما مقبول افتخارونه دي دا
ستا دريدي، غاټول څېرې وطنه!
زما په خيال كې سره لالونه دي دا
ستا د بلبل نارې نخرې وطنه!
زما د ژوند آزاد رمزونه دي دا
ځاى د مېلې هم نندارتون دى زما
ستا خاورو شګو كې ژوندون دى زما
لكه پتنګ درنه چورلېږمه تل
ستا د وصال او د وصلت په رڼا
لكه بلبل ګل نه تاوېږمه تل
ستا د خوږې مينې محبت په رڼا
لكه بورا چې قربانېږمه تل
ستا لـه غونچو د صداقت په رڼا
لكه مجنون په ډاګ ګرځېږمه تل
ستا د رنګين زېب و زينت په رڼا
لكه زمرى چې حسابېږمه تل
ستانوكرۍ كې د خدمت په رڼا
ستا ګگټه خټه منظره ده زما
خدايږو همدغه ننداره ده زما
ستا د سروګلو څوكيدار يمه زه
ستا حفاظت رفعت مرام دى زما
ستا د عرفان په انتظار يمه زه
ستا آبادي د زړه آرام دى زما
ستا نه هردم جار و نثار يمه زه
ستا نه قربان هر يو اندام دى زما
ستا ارتقا ته اميدوار يمه زه
ستا هر زلمي ته دا پيغام دى زما
ستا محبت كې چې بيمار يمه زه
ستا كاڼي بوټي ته سلام دى زما
كوي "سېلاب" صافى همېش دا دعا
خدايه همېش لرې پښتون، پښتونخوا