د طلسم بامبوټۍ

دا راته وايه چې په زړه كې دې خيالونه څه دي
 د لوړو څوكو په سرونو ستا كارونه څه دي
 پښتو پښتون او پښتونخوا ته دې چرتونه څه دي
 پر پښتنو خوارانو تل ستا ناتارونه څه دي
 
 په دې خبر شه چې دچل فريب دوره ده تللې
 هم دتګۍ جادو ګرۍ لا ننداره ده تللې
 
 پښتانه ويښ دي ستا چټي نارې نخرې پيژني
 ستا د ټګۍ لومې هر ځاى خورې ورې پيژني
 د وړو پيشو ستا د طلسم نندارې پيژني
 خدايږو بينادى دغه ټوقې مسخرې پيژني
 مطلب دى دا چې اوس پښتون د چل پټۍ پيژني
 سحر جادو هم د طلسم بامبوټۍ پيژني
 
 څو به د ټولې پښتونخوا په سر بمونه اوري
 څو به پښتون د بل د لاسه دا ظلمونه ګوري
 
 څو به زلمو په سرو باندې سره اورونه اوري
 څو به تور سرې پښتنې دغه غمونه ګوري
 
 بس دى چې دومره پښتنوزلمو تيرى زغملى
 بلكه چې تل يې د مظلوم شهيد زګيروى زغملى
 ((سيلابه)) وايه سل رحمته په پښتون باندې
 چې سر نثار كړي لـه ليلا شابس مجنون باندې
 سل آفرينه د پښتون په زيږنتون باندې
 چه ټول پښتون يې بللی يو ژوندون باندې
 
 خداى به يو ځل د پښتنو بښتونستان جوړ كړي
 د شهيدانو په ياد ګار به بل جهان جوړكړي