هو

لېونۍ مينې كړم آشنا د بيابانه سره
پريدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

اوس راته غرونه ګړنګونه
ښكاري د مينې محلونه
د غره په سركېږدۍ وهمه د جانانه سره
پريدئ چې ګرځم لېونې په غرونو

د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناكراره
ماته دى غوره ببر سر څېرې ګرېوانه سره
پريدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

د لېونۍ مينې دلاسه
ناست يم د غم د غره لپاسه
د تصور په ټال زنګېږم له خپل ځانه سره
پريدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

مينه كې دومره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په صحرايم
د مينې شور مې لګېدلی له آسمانه سره
پريدئ چې ګرزم لېونی په غرونو

سېلابه زړه راته ژړيږي
وړې سلګۍ مې نه ودرېږي
آخر به لاړشم له دنيانه له ارمانه سره
پريدئ چې گرځم لېونى په غرونو