د پنجرې توتيان
اى ملګريه كړو بند څله استعمار مونږ
كوم تقصير كړلوپه دغه جيل دوچار مونږ
دا ووايه وه ګناه زمونږه كومه
رسولى ووكوم چاله څه ازار مونږ
داڅه حال او څه ژوندون دى ګرانه ياره
چې انصاف په عصر نلرو غمخوار مونږ
راشه راشه چې لږ څه د ځان غم وكړو
تر كوم وخت به تيرووداسې روزګار مونږ
ټول جهان د سعادت معراج له وخوت
فقط پاتې وروسته خاص يو خوار و زار مونږ
بل څه ندى خاص زمونږ ګوندي نفاق دى
كه دانه وي نو به نه يو نا قرار مونږ
راځه دواړه متفق شو انډيواله
ځانته وسنجوو سمه روغه ليار مونږ
څو به كړو په دغه جيل كې د حسرت ژوند
څو به ناست يو لاس تر زنې انتظار مونږ
اول عرض كه مې منې نو هغه دادى
ژوندي نه يو څو چې دلته يو حصارمونږ
دجيل ژوند هرګز په ژوندكې حساب ندى
يو وتلي دژونديو له قطار مونږ
تر قيامته كه مو دغه شان حيات وي
څوك به نكړي داحيا وو په جم شمار مونږ
كه ګړۍ ژوند وىنو هغه ابد شميره
چې پرواز وكړو خپلواكۍ په ګلزار مونږ
ژوند به هغه وي جهان كې د زړه سره
كه يو ځل په ازادۍ شولو سينګار مونږ
په سيالۍ به د سيالانو هله سيال شو
چې بيا ورشو ديارانو په ديار مونږ
خوشالي به پس له هغې وي دلداره
چې شوګډ په پښتونخوا كې په چغار مونږ
شيبه كيز ژوند يې له زر پيړيو ښه دى
چې شو خلاص د غلامۍ له ګرد غبار مونږ
په جهان د ازادۍ شمعې بليږي
خاص يو خداېږو اسارت له تيغ افكار مونږ
هله هله وروره هله زر شه هله
پنجره ماته كړه چې خلاص شوله انګار مونږ
اى سيلابه له توتيانو نه پند واخله
ځه چې جوړكړو پښتونخواځنې ګلزار مونږ