ادبي مسابقه
لكه زه چې پرې شيدا يم بل به نه وي شيدا هسې
لكه زه چې په ژړا يم څوك به نكړي ژړا هسې
دليلا په غم كې نشته خوشالي او ارامي هيڅ
خو مين چې په ليلا يم بله نشته ليلا هسې
د عشق اور مې تازه كيږي ستا په يادو د ريبار تل
معتكف سر په سودايم اوس مجنون كړم سودا هسې
دا ژوندون ندى عالمه چې په ما باندې تيريږي
زه بې خوبه بىخندايم نور عالم كړي خندا هسې
د وصال په تمه تمه دژوندون چوكاټ زړيږي
ګرزيدونكى په صحرايم د اميد په صحرا هسې
جام د سرو لبو نصيب مې دى كه ندى نه پوهيږم
لكن عشق كې چې رسوايم بل به نه وي رسوا هسې
سينګاري سامان خونه دى دشهاب په څير لمبې دي
كباب شوى بېنوا يم نشته بل بينوا هسې
مصير دې عاشقي ده ملنګۍ ته ملنګۍ ته
ستا په در چې زه ګدايم ګدا نشته ګدا هسې
زړه زخمي وينې ترې څاڅي د وصال ملهم پرې كيده
دا مې سوال دى چې ګويا يم پرې مې ندې ګويا هسې
دوطن عاشقي نده زندګي ده زنده ګي ده
زه عاشق په پښتونخوا يم نشته باغ و بيديا هسې
د ظالم غماز له لاسه ورور عزيز سره بدبين يم
دا علت دى چې پس پايم نشته څوك پس له ما هسې
چې سېلاب ترې پروت بيماردى دامرض هغه مرض دى
خپلواكي ورته دوايم آزادي هم دوا هسې