زه ژړيږم اى پښتونه ستا له غم

تر كوم وخت پورې به پروت يې ته بې دم
 وړاندې لاړې قافلې د مدنيت
 
 ته ترې وروسته پاتې كيږې دم په دم
 د رنګ په درنګ جهان رسيږي خپل مطلوب ته
 ته هيڅ جيګ نشوې مرام ته زيات وكم
 د ګوندي نفاق شقاق په رنځ رنځوره
 هله زر شه د وحدت په بڼ كې سم
 ځانځانۍ خود پسندۍ نه لاس په سر شه
 بدبېنۍ په زخم وتړه ملهم
 
 ورور غزيز سره يووالى محبت كړه
 دا دا رو دي د نفاق رنځ ته محكم
 د وطن د اعتلاپسې هاند وكړه
 څو به ژوند كوې د جهل په تورتم
 دغفلت ځنځير كړه مات پښتونه وروره
 زرزر واخله دعرفان په لار قدم
 
 دغه خپل خوار او بيكار ملت بيدار كړه
 په جهان كړه زر اوچت بيرغ علم
 سېلاب وايي ورونو زرزر كمال ياد كړئ
 پښتونخوا څخه كړئ جوړ باغ ارم