پښتون وايې

اى ګرانه وطنه ته مې ګل زه دې بورا يمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
 
 اى ګرانه وطنه سر او مال به تانه جار كړمه
 مال به صدقه كړم سر به تا ځنې نثار كړمه
 
 ورك به كړم غماز لـه تا دامان به دې ګلزار كړمه
 تا به په ګاڼو د آزادۍ همېش سينګار كړمه
 
 دا مې اراده ده دامې عزم څو چې پايمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
 
 كله ستا حقوق وطنه سرته رسولى شم
 زه ستا داخلاص پورونه كله خلاصولى شم
 
 ستا د پيرزو فرض وطنه كله هېرولى شم
 څو چې ژوندى ګرځم نو تا كله پرېښودلى شم
 
 تا پريښودى نشم دا په ډاګ سپيڅلي وايمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
 
 تا چې يم روزلى اى وطنه ننګيالى يمه
 دا پالنه ستاده چې په هر وخت پتيالى يمه
 
 جار لـه پښتونخوا يمه، پښتون يم پښتونزى يمه
 خواريم، كه نادار يم، په غيرت خو توريالى يمه
 
 نن دى كه سبا پښتونستان دنياته ښايمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
 
 نوم د ننګ غيرت مې غرب و شرق ته رسېدلى دى
 دوست دى كه دښمن دى، همه واړه پوهېدلى دى
 
 اى ګرانه وطنه كوم زلمى چې تا روزلى دى
 خاص د غيرت ستورى په جهان كې برېښېدلى دى
 
 شكر غيرتمند زه په دې عصر لـه هر چا يمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
 
 زه چې په سر لوڅ، په خيټه وږى ګرځم غرونو كې
 نلرم څپلۍ او رمې څرم په دشتونو كې
 
 ډانګ په لاس ولاړ يم د نښترو په ځنګلونو كې
 هيڅ نه خبر نه يم ستا د مينې په موجونو كې
 
 زه "سېلاب" چې تل پښتونستان په تمنا يمه
 ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه