پښتنې پيغلې وايي
د درانه خوبه د غفلت پاڅه خپل ځان جوړ كه
د پلار نيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړ كه
يې به محكوم يې به مظلوم يې به بيمار تر څو
يې به معدوم يې به مغموم يې به بيكار تر څو
يې ملنګ په غمو رنګ اوخوار و زار تر څو
يې به اسير يې به دستګير په جيل دوچار تر څو
يې به غلام تل لاس په نام او منتبار تر څو
كړې به سلام او احترام ته د اغيار تر څو
وې به بندي په غړوندي غمګين ناچار تر څو
ښكلي زلميان ښكلي توتيان ستاد ګلزار تر څو
وي به سوالګير وي به دستګير لـه ژوند بيزار تر څو
كړي صمدخان او غفار خان به انتظار تر څو
پريده غفلت وكړه همت خپل ګلستان جوړ كه
د پلار نيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړ كړه
يې به غريب يې به مسكين يې به ناتوان ترڅو
يې به زيړپيړاوترمې ترمې په خزان ترڅو
وي ليډران ستا افسران به په زندان تر څو
ستا كونډې رنډې ماشومان به كړي ګريان تر څو
يې به بيل بيل يو د بل په ضد روان ترڅو
بل په ګوندۍ اوتربګنۍ سوځوي ځان تر څو
يې د خپل ملك او خپل حقوق باندىبريان ترڅو
بل به بيدمه او بر همه كړې ګذران ترڅو
اريان دريان په جيل كې ناست وي غفار خان تر څو
د آزادۍ او خپلواكۍ به كړي ارمان تر څو
پريده سستي او كسالت نوى جهان جوړ كه
د پلارنيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړكه
يې بې خبر يې بې هنر يې به اوتر تر څو
وي به جلبل غلبيل غلبيل ستا قام ټبر تر څو
كړې به ژوندون تل جګرخون اوكور كر تر څو
يې به نوكر يې به چاكر د بل په در تر څو
د بل لـه لاسه به هميش يې در په در تر څو
د ورور عزيز سره خپل مينځ كې مرور تر څو
دنفافت به رنځ رنځور پروت په بستر تر څو
بل به دې پروت وي په سر باندې دغم غر ترڅو
راشه داخپل ملي درمان ملي بوستان جوړ كه
د پلار نيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړ كه
پښو كې ځنځير لاس كې كړۍ بندي په جال تر څو
خراب ژوندون خراب روزګار خراب ستاحال ترڅو
خپل حق غوښتى به نشې بل ته به كړه سوال تر څو
د ظالمانو لـه ظلمونو پروت ملال تر څو
ظالم لـه لاسه به ته پروت يې بې مجال تر څو
ټوټې ټوټې پرچې پرچې زخمي پايمال ترڅو
د اسارت ځنځيركې بند غافل پر كال تر څو
اى بې هنره ته به ګرځې بې كمال ترڅو
تا زنګوى د كسالت او سستۍ ټال تر څو
په غوږوكوڼ په لاسو شل په ژپه لال تر څو
پاڅه را پاڅه مستقل نوم دافغان جوړ كه
د پلار نيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړ كه
وكړه همت ملې وحدت آزاد كړه ځان يو ځل
د مداريانو چل او ول فريب كړه وران يو ځل
يونو UNO ته لاړ شه وكړه عرض د ټول افغان يو ځل
دآزادۍ بيرغ كړه پورته په جهان يو ځل
كړه را بهر لـه جيلخانو نه خپل مشران يوځل
دكونډو رنډو خو هم وكوه پرسان يوځل
بيا دميرويس احمدشاه راوله دوران يو ځل
له ځان بيل كړه پردي خلك ظالمان يو ځل
قام كړه ((سېلابه)) د وحدت په لار روان يو ځل
كړه خوشال خان بابا خوشحال په ګورستان يو ځل
پښتنو پيغلو ته خپلواكي ژوند پيزوان جوړ كه
د پلار نيكه نوم كړه تازه پښتونستان جوړ كه