د رحمان بابا روح ته

فقيرۍ كې چې بادشاه وې، خووې ته
 چې ګمراه ته رهنماوې خو وې ته
 
 اعتراض چې پرې منكر كولى نشي
 په معجز شعر چې ګوياوې خو وې ته
 
 عالم ته وې، زاهد ته وې، صوفي ته وې
 چې تل رند او بې پروا وې خو وې ته
 
 شاعر ته وې، عاشق ته وې، مين ته وې
 پټ قيصر ظاهر ګداوې خو وې ته
 
 شعر څه دى يا هنر يا خزانه ده
 چې د تركو په ثناوې خو وې ته
 
 د عشق درد دې څومره خوښ واې رحمانه
 بې غرض چې په دوا وې خو وې ته
 
 تل بې عشقه بل هنر تانه غوښتلو
 چې په دې هنر داناوې خو وې ته
 
 پوهنتون د محبت تا تډسيس كړى
 په تش بوى چې يې شيدا وې خو وې ته
 
 ستا كلام ځكه همه مشك و عنبر شو
 له ريا چې معرا وې خو وې ته
 
 په خندا كې ستا ژړا وه لكه شمع
 چې موصوف په دې معنى وې خو وې ته
 
 په پښتو ژبه رشتيا چې عالمګير وى
 كه شاعر د پښتونخوا وې خو وې ته
 
 زه "سېلاب" به شاګردي د بل چا څه كړم
 چې استاد د شعراء وې خو وې ته