د غم څپې

پريده كسالت پښتونه هله لږ سرعت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 وګوره عالم ته چې توپونه طيارې لري
 ښه ګړندي ګاډي ښه ريلونه منارې لري
 
 هر څه يو په درې اوبل د سرو ګلو درې لري
 نه چې ستا په شانته وچ ډاګونه او خارې لري
 
 تا لـه وايم تاله چې لږ غم د عاقبت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 هر قام او ملت د ځان لپاره كوششونه كړي
 مينه محبت د خپل رفعت كې شو ګيرونه كړي
 
 خپلې ترقۍ لپاره راز راز خدمتونه كړي
 قام د آبادۍ لپاره منډې زحمتونه كړي
 
 راشه اى پښتونه قام كې چيغه د وحدت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 تا به كړي تباه دا د غفلت او بيكارۍ ژوندون
 تا به كړي برباد دا د فرقت او ځانځانۍ ژوندون
 
 تا به كړي خپه دا د ذلت او د خوارۍ ژوندون
 تا به كاندي ورك دا د ګوندۍ او تربګنۍ ژوندون
 
 بس كه ګوندي بس كه لـه ګوندۍ ځنې نفرت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 وګوره عالم ته د وحدت لاس يې وركړيدى
 خپل ورور او عزيز يې يو لـه بله خبر كړيدى
 
 ټولو ځان دښمن ته يو آواز او يو سپر كړيدى
 ځكه يې هر كار او هر مرام خپل تر سر كړيدى
 
 راشه د وحدت او قوميت سره الفت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 وګوره عالم ته چې هوا ته پاس ختلى دى
 لوړ بام د مرام ته په كوشش ور رسيدلى دى
 
 درد يې دى منلى خو آزاد ژوند يې ګټلى دى
 ځكه يې بيرغ آزاد جهان كې رپېدلى دى
 
 ته د آزادۍ په ليار نيكو په شان همت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 تل مدام سردار وې اى پښتونه باداري كوه
 وشړه زاغان د باغ پخپله ملياري كوه
 
 وكړه صداقت او دې وطن لره خدمت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 خدايږو اى پښتونه ستا په حال ماله ژړا راځي
 خلكو باندې ورځ او درنګ په درنګ تياره په تا راځي
 
 تا باندې نيستي په نور عالم باندې غنا راځي
 ځكه دا د غم چپې په تاله هرې خوا راځي
 
 هله ګرانه ويښ شه لږ همت او لږ جرئت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه
 
 څو به سپورې ستغې اى پښتونه تاله وايمه
 خدايږو ستا لــه لاسه زه د خلكو د خندا يمه
 
 تل ستا د راتلونكي ژوند په غم او په سودا يمه
 ستا موجوده حال باندې هر دم زه په ژړا يمه
 
 تاله وايم تاله اى پښتونه بصيرت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه همت وكه
 
 وغړوه سترګې نظر واچوه جهانته ته
 اى پښتونه وروره فكر وكوه بيا ځانته ته
 
 عصر عدالت كې ګوره حال د غفار خانته ته
 ورشه په پرسان د خپلو وروڼو بيا زندانته ته
 
 اى "سېلابه" غم د پښتنو د فلاكت وكه
 عصر د اتوم دى ته هم پاڅېږه غيرت وكه