ننګرهاره
اى زمونږ ډول و سينګاره
ننګرهاره ننګرهاره
افريدي مومند قومونه
خوږياڼي صافي مېړونه
د شينوارو قام نيكونه
تاله كړي خدمتونه
جلالكوټه ستا باغونه
بټي كوټه ستا دشتونه
ايمل كوټه ستا رودونه
د مرغانو اتڼونه
تازه ګي ده روح لپاره
ننګرهاره ننګرهاره
كامه واړه شين چمن دى
سره رود ګوره سور ګلشن دى
كوز كنړ تر نورستانه
يو خوشبويه باغ دى ځوانه
ده بالا نه تر اګامه
اى د ټول ننګرهار بامه
اى كلالى جيګدليه
اى درګۍ اى ډبليه
اى ارام د خان او خواره
ننګرهاره ننګرهاره
ته لرې راز راز كارونه
سره ياقوت ستا سره ګلونه
سرې منګلې مستې نجونه
ښه زلمي ستا سره لعلونه
كړي موجونه ستا سيندونه
څنګه زيب كه ستا رغونه
ستا د سپينو غرو سرونه
د نښترو ځنګلونه
څنګه خوندكړي چپرهاره
ننګرهاره ننګرهاره
تاكې شته دى ميوې ډېرې
تا كې شته دى ميلې ډېرې
كوز لغمان تر بره سره
ښه بوستان دى با ثمره
غرو سرو كې دې زمري دي
مځكې واړه زر زرې دي
سېنګارې دا ستا درې دي
په كې راز راز منظرې دي
د پښتون ګرم بازاره
ننګرهاره ننګرهاره
ستا ريدي غاټول ګلونه
ستا دزركو مكېزونه
ستا د شپون نري غږونه
د توتيانو پروازونه
ستا زاړه افتخارونه
مسته وي ملالۍ نجونه
ستا لښكرې ستا فوځونه
كوي زيب سره بيرغونه
اى ګلزاره ګل نګاره
ننګرهاره ننګرهاره
د ((سېلاب)) ارزو تل داده
چې عرفان ترقي ستاده
د غيرت په نامه ياده
خداى دې تل لره اباده
همېشه مې دا دعا ده
چې شي پورته تر مراده
تل چې ماسره سودا ده
خدايږو ستا د اعتلا ده
عرفان غواړم ستا لپاره
ننګرهاره ننګرهاره