بوډا غازي

پښتونه پاڅېږه بيدار شه ته
 ورشه خپل وروڼه شهيدان وګټه
 
 ټنګو، انو ځنې بيزار شه ته
 بوډا غازي خان غفار خان وګټه
 
 پښتونه پاڅېږه غيرت وكه
 د پلار نيكه په شان همت وكه
 
 ورور سره ورور شه اخوت وكه
 شه د وطن خادم خدمت وكه
 
 صادق پښتون شه صداقت وكه
 د خپلې خاورې حفاظت وكه
 
 ټنګو، انو ځنې نفرت وكه
 ملي يو والی او وحدت وكه
 
 په خپلواكۍ باندې زينت وكه
 په نوي عصر كې سرعت وكه
 
 سترګې دې پرانېزه هوښيار شه ته
 ملي بوستان پښتونستان وګټه
 
 سترګې كړه بېرته شه بينا پښتونه
 شا او خوا وګوره دنيا پښتونه
 
 ځان كړه عرفان سره اشنا پښتونه
 تر څو به ګرځې په بېديا پښتونه
 
 ترڅوبه ګرځې بېنوا پښتونه
 د يو او بل د درګدا پښتونه
 
 پښتنې پيغلې كړي ژړا پښتونه
 آزادي غواړي پښتونخوا پښتونه
 
 بيا د غيرت وتړه ملا پښتونه
 په غليم راو لــه غوغا پښتونه
 
 د پلار نيكه د باغ مليار شه ته
 خپل ابدي نوم او نشان وګټه
 
 مونږه د چا سلام كولى نشو
 پردي حاكم حكم منلى نشو
 
 د چا امرونه قبلولى نشو
 پردي بارونه چلولى نشو
 
 د نورو جغ په اوږو وړلى نشو
 سپورې او ستغې تېرولى نشو
 
 د بې پتۍ ژوندون كولى نشو
 پردۍ پڼې مونږ سمولى نشو
 
 مونږه آزاد غواړو ژوندون عالمه
 د نورو خلكو نه بېلتون عالمه
 
 "سيلابه" پورته په تلوار شه ته
 د قام غمخور فخرافغان وګټ