پښتنه ميرمن وايي
اى پښتونه خپل همت مه خرڅوه!
د خپل پلار مال او ثروت مه خرڅوه!
د نفاق په پو لـه وانخلې قدم ته
دا ژوندون د حريت مه خرڅوه!
چې هميش دې د وطن پت دى ساتلى
ته نن دا په هېڅ قېمت مه خرڅوه!
چې بدل نوم د پښتون په بل څه نه كړې
راشه دا شان او شوكت مه خرڅوه!
لاس وانخلې لــه خپل عزم او پښتو نه
دا د قام ښه شرافت مه خرڅوه!
تاله پاتې په ميراث كې نور څه نه دي
دا ميراث ننګ او غيرت مه خرڅوه!
دا ژوندون آزاد د لوړو غرو د څوكو
د غلام په سلطنت مه خرڅوه!
ننګيالى نوم دې خپور شوى دی جهان كې
دا صفت په ډير دولت مه خرڅوه!
دا د پلار نيكه آثار ښكلي ډاګونه
د غماز په شفقت مه خرڅوه!
ستا سينګار په فيشن نه دى په غيرت دى
دا د ځان ډول زينت مه خرڅوه!
خپلواكۍ باندې كه ستا سرو مال لاړ شي
آزاد ژوند په اسارت مه خرڅوه!
اى "سېلابه" خپل تاريخ ته نظر وكړه
آزادي دې د فطرت مه خرڅوه!