د پسرلي هنګامه

نوى پسرلى دى په چمن راغى بهار نوى
 نوى بلبل راغى په ګلشن كې شو چغار نوى
 نوى پسرلى دى په هر خوا ښكاري ګلونه نن
 ډك شو له بلبلو له مرغانو نه باغونه نن
 هر لورته چې ګورې ښكاره كېږي سره لعلونه نن
 غږ وكړو شپونكي دورمي راغى په كوهسار نوى
 
 نوى پسرلى دى نوى ژوند شو د انسان نصيب
 ودريدو د ګل په خوا كې تور بورا او عندليب
 چتي رڼا كې كړلو په خيد كې سره ځان قريب
 سره كړه پښې لاسونه زركو جوړ يې كړو سېنګار نوى
 
 نوى پسرلى دى هر طرف ته خلك مېلې كوي
 ناسته ده قمرۍ په سر د ونه كې نغمې كوي
 ګرځي ټپوسان ترينه په شا او خوا د ورې كوي
 ټوله دهقانك وهي زده كړی دى رفتار نوى
 
 نوى پسرلى دى دهقانان كړي دنيالګيو كر
 ګرځي باغوانان د هر يو ګل له بوټي لروبر
 غواړي ګل فروش چې كړي له ګلو نه ټوكرۍ په سر
 جوړ به كړي په ګوتو له ګلونو ځېنې هار نوى
 
 نوى پسرلى دى د پښتون قام راويښ شوی دى
 ټول د اتفاق او د وحدت په لار سيخ شويدى
 نن د ازادۍ غلام د دوى زړو كې ميخ شويدى
 جوړ په سمه او غر د پښتونخواكې شو ګلزار نوى
 
 نوى پسرلى دى ځمكې مخ باندې شين خال ايښى
 ناست بودنه بازان دي په هر يو پټي كې جال ايخى
 ځوى د پښتانه نن په وطن خپل سر او مال اېخى
 پاڅيده سېلاب له خولې يې وايسته ګفتار نوى