ميرويس نيكه وايي

هله د سبا نسيمه زر شه الوتل وكه
 ټولــه پښتونخوا باندې په منډو چور لېدل وكه
 
 غږ د بيدارۍ د پښتنو بيدارول وكه
 دې وروسته كاروان سره منزل ته رسيدل وكه
 
 وايه پښتنو ته اى د غرونو د باتور بچو
 ويښ شئ لـه غفلته د ځان غم وكړئ ضرور بچو
 
 پاڅه زرشه يوسه پښتنو ته پيغامونه ته
 ډېر ډېر مې تقديم كړه پښتنو ته سلامونه ته
 
 پس لـه احترامه ورته وړاندې كړه عرضونه ته
 بيا د حال په ژبه ورته وسپړه رازونه ته
 
 ټولو ننګيالو ته د وحدت وركړه درسونه ته
 بل مې ورښكاره كړه آرزوګانې اميدونه ته
 
 پام كوئ بچيانو چې خپه شاړې ميرې نكړئ
 چاته خجالت دغه زمونږ د زړو قطرې نكړئ
 
 دا شاړې مېرې مونږه په سرو وينو ساتلي دي
 بلكه غمازان ترې په كراتو مونږ شړلي دي
 
 ډېرې ككرۍ دلته په وينو مونږ لړلي دي
 مونږ ددې په مينه خپل سرونه لوبولي دي
 
 مونږ ددې لـه غمه شو ګيرونه ډېر منلي دي
 خدايږو هميشه مو دښمنان ترې ځغلولي دي
 
 پام وكړئ او پام چې مونږ قبرو كې خجالت نكړئ
 دا خاورې هډوكي هديرو كې په زحمت نكړئ
 
 دا د غرونو څوكې زمونږ پاتې د لاس نخښې دي
 دلته زمونږ خواوې غليمانو باندې يخې دي
 
 دلته مونږه كړې د ژوندون ګذارې شخې دي
 دلته د غيرت د شجاعت قافلې ښخې دي
 
 دلته مونږ شلولې په انبور د غليم غوښې دي
 دا د وينو لوبې د پښتون د بچو خوښې دي
 
 مونږ لاس په دعا بچوړو دلته هديرو كې يو
 ستاسو د غيرت په دعا خداى ته په زارو كې يو
 
 هوش كوئ ونكړئ افتراق چې بې پروانشئ
 هېڅكله بچوړو د پردو دلاس امسا نشئ
 
 ګورې چې هر ګز جلا، جلا، جدا جدا نشئ
 يو ورور چې لـه بله مرور او ناسلانشئ
 
 پام كوئ په چل او په فرېب د چا خطا نشئ
 خدائ مو دى ملګرى اى بچيانو وارخطا نشئ
 
 ټول وروڼه شئ جمع چې تازه زمونږ كارونه كړئ
 دا د پښتونخوا شاړې مېرې دشتى باغونه كړئ
 
 اى پښتنو پاڅئ چې ميرويس نيكه خوشاله شي
 هلئ وروڼو شا به چې خبر لـه استقلاله شئ
 
 هلته وي خوندونه چې اشنا خوا د اشنا لـه شي
 غم، هجر، بېلتون همه ګي واړه بلې خواله شي
 
 خان وي كه غريب چې خبر يو د بل لـه حاله شي
 بس نو همه واړه به بې غمه لـه جنجاله شي
 
 اى "سېلابه" زر زر كړه ځان وصل آزادۍ سره
 جوړ پښتونستان په پښتنو كړه په تادۍ سره