دخپلواكۍ مثقال د وينو په خروار وګټه
پښتونه پاڅه شه بيدار ملي ګلزار وګټه
((حب الوطن من الايمان)) د ځان وقار وګټه
ځان كه ملنګ لكه پتنګ كوه غورځنګ ځلميه
پښتونستان دپښتنو عمري بهار وګټه
په چل او ول او تملق د خلكو مه تېروځه
ځان كه مليار دا خپل ملك له اغيار وګټه
د احمد شاه ميرويس شيرشاه په قدم واخله قدم
د پخوانو شان او شوكت بيا سردوبار وګټه
يا خپل ځيګر كه په خنجر سوری له خپله لاسه
يا ننګ غيرت ملي وحدت صفت د پلار وګټه
ټول شهيدان د مغلكۍ او چارسدى كجورۍ
وايي چې پاڅه ازادي خپل افتخار وګټه
نوش كه شربت د شهادت په جام د حورو له لاس
رنګين جنت عمري دولت پدغه لار وګټه
پښتون لېډر غازي افسر چې عمري جيل تيروى
خان غفارخان فخر افغان غوندې نامدار وګټه
د كونډو رنډو بدله او كسات هير نكړې ته
خپل يتيمان او ماشومان ډير په تلوار وګټه
خويندى او وروڼه دى جيلونو كې مېچنۍ كوى
پريده غفلت وكه همت ازاد روزګار وګټه
خپل شرافت ملي ناموس نه سر او مال كه نثار
دخپلواكۍ مثقال دوينو په خروار وګټه
ځان كه ((سېلاب)) عظيم درياب لاوو كه ټول دښمنان
ازاد ژوندون د ټول پښتون ډول سينګار وګټه