دمظلوم د غاړې هار

ظالمانو نه بيزار يم زه سېلاب
 عادلانو خدمتګار يم زه ((سېلاب))
 كه هزا رځله ظالم انكار اقرار كړي
 شاهدۍ لره تيار يم زه((سېلاب))
 ظالمانو ته به نيغه ګوته نېسم
 چې دعدل خريداريم زه ((سېلاب))
 جابرانو ته بد بين اوبد نظر يم
 دمظلوم د غاړې هار يم زه ((سېلاب))
 دمسكين په حال مې تل زړګى خوږيږي
 كه انكار يم كه اقرار يم زه ((سېلاب))
 همېشه مې د مظلوم په حال ژړا ده
 خدېږو وېښ يم كه بيدار يم زه ((سېلاب))
 دا مې عزم دامې عهد و اراده ده
 كه نادان يم كه هوښيار يم زه ((سېلاب))
 ټول وطن كې مې قانون دعدل خوښ دى
 يو توتي د ننګرهار يم زه ((سېلاب))
 شاعري زما ژړا او انګولا ده
 كه ووزګار يم كه بېكار يم زه ((سېلاب))