ارواښاد الفت ته سلام

له هر څه نه مې اول په تا سلام دى
 بيا مې هم درته تعظيم دى احترام دى
 
 كه هر څو مې زړه ستا غم كې نا آرام دى
 خو آرزومې ستا د روح پوره آرام دى
 
 د پښتو د شعر لويه قهرمانه
 د پښتو خدمت دې كړى دى بې شانه
 
 ته سالار د شاعرانو د كاروان وې
 دولس د آرزوګانو ترجمان وې
 
 ته د قام د بدبختۍ په رنځ خبروې
 له هر چانه پوه په دې عالي هنر وې
 
 تا د ټول پښتون په حال كړې ژاړده
 د قام مينه دې پاللې برالاده
 
 ستا كلام كې پروت څه بل شانتې تاثيرو
 هر يو غږدې د قام درد لره اكسيرو
 
 په كنډه به وې تللې ستا خبرې
 تا پېيلې وې د مينې مرغلرې
 
 تا لرل ژور فكرونه لوړ خيالونه
 هميشه دې وو په خولــه ملي دردونه
 
 د ملي وحدت يووالي پښتونوالي
 په نغمو دې بيدار كړې ويده زړونه
 
 ژوند دې تېر په خوددارۍ كړو په جهان كې
 كره وختې په دغه امتحان كې
 
 ته خود داراووفادار او مهربان وې
 ستا په شونډو به موسكاوه په هرآن كې
 
 د الفت مينې ګلونه دي كرلي
 د پښتو د ژبې بڼ ملي بوستان كې
 
 د ستاينې توان دې نلرم په ژبه
 دغه عذر مې كافي دى ستا په شان كې
 
 ژړوي مې ځوروي مې ستا يادونه
 له ګوګل ځنې مې خېژي فريادونه
 
 اى پښتونه لوى انسانه ولې چوپ شوې
 ستا چوپتيا خو لړزول دا اوچت غرونه
 
 ته عالم ته فيلسوف وې ته شاعر وى
 ته نقادوې تاروزلي دي ذهنونه
 
 ته استاد د بلاغت او فصاحت وې
 له اشعارو لاخواږه دي ستا نثرونه
 
 ستا په شونډو به موسكا هميش خوره وه
 په خندا كې به دې نغښتې ووګلونه
 
 د پښتو د بڼ ملياره چېرته لاړې
 ويښ زلمي به پاروي د چا شعرونه
 
 د مظلوم په حال دې تل چيغې وهلې
 د ظالم ګريوان ته تاوړي لاسونه
 
 تا په ژوند د چا زړه ندى آزار كړى
 لوى واړه دې غمګين ځكه لــه بيلتونه
 
 د ژوندو په دې وطن كې قدر نشته
 بېرته نسل به دې وكړي آرمانونه
 
 يكه تازوې د پښتو شعر ميدان كې
 چې يې زه راوړلى نشم په بيان كې
 
 تا ستايلې تل پښتو پښتونولي ده
 د قام مينه دې ريا ځنې خالي ده
 
 شاعري دې ټولــه پند او نصيحت دى
 تا بې ويرې ښكاره كړى حقيقت دى
 
 هم جرئت هم صراحت لوړ مطلبونه
 ستا د ښكلې شاعرۍ عالى صفت دى
 
 تا پښتون ولس ته راوړل پيغامونه
 شه نصيب دى اته واړه جنتونه