يو پښتونستانى زلمى وايي

زه ګالمه دا ظلمونه، ټول ګاللي دي ما
 د سرو مال قربانول په ځان ګڼلي دي ما
 
 د حق په ليار كې قربانۍ په سر منلي دي ما
 تورې تمبې د جيل همېش پكې ليدلي دي ما
 
 دا رڼې اوښكې چې زما په مخ آبشار جوړوي
 د هر عادل په زړه د سرو وينو پرهار جوړوي
 
 د كام لپاره ډول ډول قربانۍ منمه
 خير څه چې كيږي دا همه سرګردانۍ منمه
 
 آزادي غواړم پسې تل جيګر خونۍ منمه
 د خاورې مينه كې هر ډول قربانۍ منمه
 
 كله جار وزم كه ارې مې شي سل ځاى ككرۍ
 آزادي غواړم كوى نه شمه پردۍ نوكرۍ
 
 څوك چې راغلي ناكام بيرته ګرځيدلي واړه
 ډير موسرونه ترپيدلي رغړيدلي واړه
 
 خدايږو كه مرم كه پاتې كيږم پردى واك نه منم
 له آزادۍ او خپلواكۍ نه غير پوشاك نه منم
 
 دا خاوره پاتې امانت دى لـه پلرو مونږه ته
 ددې هر كاڼى ډير دى غوره لـه لالو مونږه ته
 
 ددې ساتل ميراث وصيت دى لـه نيكو مونږه ته
 دغه درس ميندو راښودلى په زانګو مونږه ته
 
 كه څوك خپه وي كه خوشحال دا ګلستان دى زمونږ
 سېلابه! ژوند د پښتنو پښتونستان دى زمونږ