د اتفاق شپيلۍ
د سبا باده هله لرو بر پښتون ته يو ځل
سيمه په سيمه كور په كور زما سلام وكه
لويو وړو پيغلو زلميانو ته زما لـه خوا نه
په لره بره پښتونخواكې احترام وكه
د لوړوڅوكو سرته جګ شه بيا خيبر ته ورشه
د اتفاق د شپيلۍ چيغه قام په قام وكه
بر د عرب د بحيرې نه كوز د سيند تر روده
ته نرو ښځو د پښتون ته دا اعلام وكه
چې ټول راټول شئ ګوندۍ پرېدئ ورورولۍ لپاره
يواتفاق شئ سره ټول پښتونولۍ لپاره
اى ګرانو ورونو عزيزانو ننګيالو پښتنو
زر خداۍ(ج) لپاره لاس په سر شئ لـه فرقته څخه
د پلار نيكه نامه ته وګورئ بيلتون بس كړئ
خوندونه واخلئ لـه ورورۍ او لـه وحدته څخه
دا د نيكونو ميراثه ښكلې زيبا پښتونخوا
ګوری ساتئ د استعمار لـه لوى آفته څخه
په ګرمو نرمو د چاهيڅكله باور نكړئ
زر شئ ځان خلاص كړئ د پردو لـه اسارته څخه
هره ګړۍ د ازادۍ پسې سرونه كړئ جار
پام كړئ پرې ندئ خپل وطن كې په هيڅ رنګ استعمار
پلرو نيكونو ته خجل ګورى چې ځان نه كړئ
زلميانو پام كوئ هر ګوره ملتفت اوسئ
خوشال ايمل او احمدشاه بابا د ګور په غولي
تاسې لـه خپلې ځانځانۍ نه په خفګان نكړئ
غازي ميرويس اوميا روښان عمراخان غازي
په هديروكې ناكرار او په لړزان نكړئ
زر متفق شئ پښتونخوا څخه زاغان وشړئ
چې تير غازيان دخپلو توروپه ارمان نكړئ