اميد او هيله
زما غمجنو استعمار په جيل بنديانو ورونو
اى درد يدلو كړيدلو مظلومانو ورونو
اى ربړيدلو زوريدلو ماشومانو ورونو
دپښتني شوكت ساتونكو اى نرانو وروڼو
سل آفرينه شه په تاسو سل رحمته زلمو
اى باهمته مجسم لـه ننګه غيرته زلمو
تاسو دقام لپاره پښوكې زلونې منلي
دتكليفو مو په ځان ډكې پيمانې منلي
د پښتني ناموس په نوم مو جيل خانې منلي
تاسو چې تل د غدارانو بهانې منلي
اميد دى زرمود غم شپه په ختميدو ښكاري
د مطلب لور ته قافله په رسيدو ښكاري
زر دى په دې خزان وهلي بڼ بهار راځي
ستا د خوښۍ قافله بيا په دغه لار راځي
دغم شپه درومې د سرور نوى سهار راځي
آتير دبدب شان و شوكت مو سر دوبار راځي
كه خداى كول لـه خيره وخت په بدليدو ښكاري
غليمان بيا په هاى هوى او لړزيدو ښكاري
وزير مسيد بيا راغونډ شوي نغارې راځي
خيبر چترال نه د جرګې جرګې نارې راځي
ساپو مومندو شور او زوږ لـه تا ترې راځي
قريب ده نوره سلسله د انتظار شليږي
توره پرده او تور ځنځير د استعمار شليږي
اوس دم په دم په استعمار د غم خولې راځي
په لړزه پروت دى په وجود يې زلزلې راځي
دى خو لا څه چې په وستاذ يې ولولې راځي
له دواړو سترګو يې د اوښكو سلسلې راځي
زر دى چې دور د ظالم پنا ګزين لاړ شي
د اپوشالي يونټ لـه منځه په يقين لاړ شي
ستاسو دغم صحنه لـه خيره په بدلون ښكاري
ستا په جهان مې په نظر نوى ژوندون ښكاري
اوس د اميد بيړۍ مطلب ته په لنډون ښكاري
له خيره اوس مو د ارزو نيالګي زرغون ښكاري
رښتيا د هر غم او خفګان پسې خندا شته دی
هميش فرعون مقابلې لره موسى شته دى
دادي روانې دي د غم او د خفګان دورې
زلميانو درومي دا دجيل او دوران دورې
د ظالمانو د ظلمونو د باران دورې
د زحمتونو تكليفونو او ارمان دورې