چې پښتون حال زبون جګرخون دې وي ورور

شه پتنګ مكړه څنګ كړه غور زنګ په دښمن
 شه بېدار كړه اظهار د ګلزار خپلول
 
 بس كه خوب نن ويښتوب نارينتوب دى پكار
 په تلوار كړه چغار د دې كار جوړه ول
 
 ځلمي توب سړيتوب نه ټګتوب ستا روزګار
 كړه تيار دبيمار دپرهار رغول
 
 وده توب او لټتوب بې غمتوب دی بدكار
 كړئ ګډون نه بيلتون په لمسون دمخ تور
 
 يې پلنګ شه ملنګ وكړه ننګ په وطن
 ويښ كه ځان شه روان كه پرسان دمظلوم
 
 په سفر مقرر كه بستر دې في الحال
 چودريان توركارغان پنجابيان كړه معدوم
 ستا خنجر تيره سر لكه غر يې خوشحال
 قاديانيان ټول ټګان ظالمان دي معلوم
 لري پر ښه وزر زوره ور دى اقبال
 نن پرون اندرون شو لړمون مې تكتور
 
 كړه قلنګ پرې لونګ وكړه جنګ په چمن
 لكه شير په شمشير لاس كې ګير كه غليم
 ستا غلام د ستا قام كه بدنام په جهان
 وركه تير ځان كه سير سوال كه ډير لـه كريم
 
 انتقام انتظام كړه اقدام دپرسان
 مكړه هير ته بد تير ځان لـه شمير كه قديم
 شامدام كه انعام سر په نام د رحمان
 زه مجنون په زنګون د مفتون وهم زور
 وركه شرنګ ځاى كه تنګ زركړه رنګ پرى كفن
 شه اوچت لـه غفلت د راحت ځاىكه جوړ
 كړه حساب تير احباب شو تراب په وطن
 ښه زحمت په محبت د ملت كړه نن سوړ
 له رباب كړه بيتاب شه قصاب د دښمن
 صداقت په همت د غيرت ځان كه موړ
 زه سيلاب حال خراب دىكباب مى بدن
 په لنډون يو مضمون ښه موزون مىكه خپور
 شه نهنګ ګل په رنګ وركه ترنګ په دهن