د پښتنې مېرمنې پيغام
راځه راځه ميدان د ننګ دى
پاڅيږه پښتونه
د ليلى كور كې شرنګ اوپرنګ دى
ځه پسې مجنونه
پاڅه پښتونه دوطن وكړه پوښتنه
دخپلو وروڼو سره وكړه پيوستنه
سره په جمعه د خپل حق وكړئ غوښتنه
د پښتونخوا په باغ او بڼ كې وكره ګلونه
د پښتنې شوده به شي په تا حرام
كه تا خو وكه پردو خلكو ته سلام
لږ فكر وكه د غلام نشې غلام
دخداى لپاره چې ونكړې بل ته سلامونه
ځان كه خبر د خپل سور پوشو په احوال
په جيل خانو كې دي بنديان لوى او اطفال
ستا كونډې رنډې يتيمان دي په بدحال
د انګريزانو مريدان پرې ډير كوي ظلمونه
اى شاځلمېانو د وطن ټول خبردار شئ
وخت د همت او د غيرت دى ټول تيار شئ
په دې شيرين وطن لـه سر او ماله جار شئ
په كراچۍ كې خو جوړيږي مونږ ته ځنځېرونه
پاڅيږئ اى پښتنو جوړ پښتونستان كړئ
د ازادۍ چيغه مو پورته په اسمان كړئ
له پردو خلكو نه ازاد خپل ګلستان كړئ
د سېلاب مخ باندې لـه غمه ځي اوښکې رودونه