پښتونخوا وايي
ټول جهان ليدلې د غيرت او ننګ دنيايمه
زه خوږه كوډلـه د پښتون يم پښتونخوا يمه
ما چې پۍ وركړې خدايږو دا كله حرامې دي
ګوره سلسلې د ننګ پښتون باندې تمامې دي
لومې مې د مينې تاوې كړي كله خامې دي
حب چې د وطن لري فقط نو پښتون نامې دي
پاتې چې پښتون ته ميراثه لـه احمد شاه يمه
زه خوږه كوډلــه د پښتون يم پښتونخوا يمه
ما به هېره نكړي كه په ټول جهان سفر وكړي
څوك كه ورته هر څومره پيشكش د سيم و زر وكړي
مانه هيروي كه څوك پرې سل كوډې منتر وكړي
دا مې دى اعلان او ټول جهان دې پرې باور وكړي
هر پښتون عاشق په ما، په حسن كې ليلا يمه
زه خوږه كوډلــه د پښتون يم پښتونخوا يمه
عرب د بحيرې نه تر سيند روده چې ښكارېږمه
دغه پښتونخوا يم د پښتون په نوم يادېږمه
دا هغه دنيا يم چې پښتون په نوم نازېږمه
دا هغه معنى يم چې پښتون سره جوړېږمه
سيمه د پښتون يم بل تعبير نه، معرا يمه
زه خوږه كوډلــه د پښتون يم پښتونخوا يمه
كوم هغه زلمى چې زما غيږ كې لوبېدلى دى
بيا چې د ځوانۍ او شباب وخت ته رسېدلى دى
بيا نو كه هر څومره په سرو وينو لمبېدلى دى
دا بيا لـه غليمه په شا كله تښتېدلى دى
غټ دى كه وړوكى، خان او خوار زه ترې رضا يمه
زه خوږه كوډلــه د پښتون يم پښتونخوا يمه
هغه پېغلې جونې چې په ښه بد پوهيدلي دي
جنګ ته د زلمو سره اوږه په اوږه تللي دي
ډك منګى په سر مورچل ته نيغې ورختلي دى
توپ او طيارې ټوپك ماشين ته خندېدلي دي
الله اكبر بم اتوم ته دفع وايمه
زه خوږه كوډلــه د پښتون يم پښتونخوا يمه