ويښ شه!
نوې شوه هوا نوى ژوندون نوى بورا او ګل
نوې شوه باغچه، نوې غونچه، نوې نغمه، بلبل
نوى قاصد راغى زېری وايي په پردي او خپل
نوي شو خيالونه، اميدونه خدايږو يو په سل
تښتي غماز غلى غلى ګوره په مثال د غل
ماتې شوې پنجرې د خزان، شوې بيرته غوټۍ سنبل
جوړ كړ بلبلانو بوراګانو په ګلشن غوبل
تاوې پيروتۍ شوې لـه ګل لښتو څخه ول په ول
شين بخملي ښكاري باغ وراغ وبيابان جبل
شين شوله خندانه كاڼي بوټي، د ډګر كبل
دې نه عبرت واخله تګ په لار د اعتلاو كه
ويښ شه ای پښتونه ځانته غم نن د سبا وکه