جوړ پښتونستان كه

پښتونه پاڅه ځان سر لوړى په جهان كه
 جوړ پښتونستان كه
 پدې مرام باندې خپل سر او مال قربان كه
 جوړ پښتونستان كه
 پاڅيږه وكه همت ننګ و غيرت ملي وحدت
 ځانته كړه جوړ خپل حكومت
 پښتونه ويښ شه زر پوره دغه ارمان كه
 جوړ پښتونستان كه
 هله ملاتړوكه تيار شه نورله غفلت ځنې بيدار شه
 د پښتونخوا دبڼ مليار شه
 غيرت د تيرو پښتنو بيا نمايان كه
 جوړپښتونستان كه
 وكړه يووالى اتفاق واړه يوعهد يو ميثاق
 چې نور ونكړې افتراق
 په اتفاق او اتحاد وطن ودان كه
 جوړ پښتونستان كه
 پاڅه سېلابه كامه واله په منډه لاړشه پښتونخواله
 ګرويګ زيارت غاښي تيرا له
 دخپلواكۍ مزې زلميانو ته بيان كه
 جوړ پښتونستان كه