په انتظار يمه زه

د پښتنو دخپلواكۍ تل اميد وار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 وطن لپاره شا زلمى ويښ پهره دار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 وطن لرمه اباد ژوندون كوومه ازاد
 په ځان مې دى اعتماد
 توره په لاس بيدار ولاړ ليل النهار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 پردي واكدار نه منم د بل اختيار نه منم
 په ځان ګذار نه منم
 معلوم پښتون يم په دنياكې چې واكدار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 د سرنه تير يمه زه تيره شمشير يمه زه
 ولې ستا هير يمه زه
 د احمدشاه له قبيلې پاتې يادګار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 باغ او بوستان زمونږه دا ګلستان زمونږه
 پښتونستان زمونږه
 پكې به پرې نږدم غماز په دې اقرار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 زه بوټى يم د لونګ د لوى درياب يم نهنګ
 غليم به راشي په چنګ
 مقابلې لـه د غليم مدام تيار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 وايمه ځانته پښتون
 وطن ليلى زه مجنون
 نه پريږدم دلته مفتون
 دښمن ما تل دى زغلولى باوقار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 دتورې غږ دى زما يمه ليدلى دنيا
 غليم به كړمه فنا
 ټولې دنيا ته معلوم شوى په بار بار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 د لوړو غرو له سرو اواز راځي د زمرو
 دښمن دى په سورو
 لرم زمريان د لوړو غرو عالى سردار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 خپلې باغچې لرمه د ګل غونچې لرمه
 نښتر آرچې لرمه
 خپلو باغچو كې شين طوطي ګډ په چغار يمه زه
 په انتظار يمه زه
 
 سر مې دى جار له وطن كوم ګذار په دښمن
 جوړ مې بهار په چمن
 وايي سېلاب د خپل وطن نسيم بهار يمه زه
 په انتظار يمه زه