ملي اهنګ

ليلى پسې ژړيږي ژړيږي
 مجنون مجنون مجنون
 وطن ځني جاريږي جاريږي
 پښتون پښتون پښتون
 
 ازاده پښتونخوا
 زمونږده روح او سا
 ترې جار ترې فدا
 ددې پاكې فضا
 اوبه دىكه هوا
 هر رنځ ته دې دوا
 زمونږ بيرغ رپيږي رپيږي
 زرغون زرغون زرغون
 
 زمونږه شهيدان
 زمونږه ماشومان
 هميش په زړو ارمان
 اخر به چودريان
 د ظلم خاوندان
 شى كړو باندې پښيمان
 په ځمكه تل غرقيږي غرقېږي
 قارون قارون قارون
 
 دى عرض د پښتنو
 دټولو مېړنو
 مجلس ته د يُونو UNO
 ترڅو به يو محكوم
 له خپل حق نه محروم
 تمام عمر مظلوم
 زندان كې مو تيريږي تيريږي
 ژوندون ژوندون ژوندون
 
 زمونږ دى دا كلام
 زمونږ دى دا مرام
 خواص يو كه عوام
 كوى نشو سلام
 غلام ته دغلام
 حرام دى دا حرام
 ((سېلاب)) قلم كړيږي كړيږي
 موزون موزون موزون