پښتنه مېرمن اود جنګ ميدان

نن كه ده تياره دجهل برق د عرفان رابه شي
 نن كه مروردي پښتانه سره پخلا به شي
 نن كه فريبګر ځان پټوي اخر رسوا به شي
 نن كه يتيمان كوي ژړا ژړا خندا به شي
 
 څو پورې به وي دا د غفلت او جهالت پردې
 څو پورې به وي دا دګوندۍ او نفاقت پردې
 څو به زمونږ صبر او دنورو به ظلمونه وي
 څو به مو په وروڼو عزيزانو بمبارونه وي
 څو به مو په كونډو رنډو داسې ناتارونه وي
 څو به په غازيانو د بمونو بارانونه وي
 
 نشي قبلولى هيڅ مذهب او هيڅ قانون دغه
 نشي قبلولى هيڅ پښتون او هيڅ ژوندون دغه
 مونږ منلى نه شو غلامي او اسارت د چا
 مونږ كولى نشوسلامي او بل خدمت د چا
 نه منو په ځان باندې امرونه حكومت دچا
 نه مو دي په كار پردي مالونه نه دولت د چا
 
 مونږه ازادي د ځان دولت او هم سينګار ګڼو
 ژوند دخپلواكۍ او حريت خپل افتخار ګڼو
 نن كه ټول جهان راځنې ځان بې پرواكړيدى
 د يود استعمار يې په پردي ملك لګيا كړيدى
 يا چې كوم ظالم زما ماشوم په ژړا كړيدى
 يا يې كوم تدبير زما لپاره بنا كړيدى
 
 ګوره نن سباكې دغه واړه پښيمان به شي
 بلكې شرمنده رسوا په لرو بر جهان به شي
 
 ګوره كړي په جيل كې ژوند غازي فخر افغان په څه
 شول سوري سوري په برچوښكلي شازلميان په څه
 ګوره لمبيدلي په سرو وينو شهيدان په څه
 تل مدام كوي په مونږ ظلمونه ظالمان په څه
 
 مونږ مسلمانان د بل چا دين قبلوى نه شو
 مونږ شريعت او د اسلام دين پريښودى نه شو
 پاڅه اى ((سيلابه)) كامواله ځه تيرا لـه ته
 
 ورشه بيا توبى ګرويك چترال او سلالا لـه ته
 داسې ورته وايه راځئ ښكلى ګلستان جوړ كړو
 ځان لره خپلواكي مستقل پښتونستان جوړ كړو