د بابا پيغام
نن سهار دخيال وزرو په هوا كړم تر باګرامه
ساه نيولى غريو نيولى (تزنيدلى) نا آرامه
د شمشاد لـه دنګې څوكې دخيبر اوږدې درې نه
لكه باز پر يوشغ تيرشوم لـه باړې لـه تاترې نه
له شلمان لـه ايله ځي نه په هوا لاړم مابن ته
جار جندول كې ايسار نه شوم نه د سوات بېنظېر بڼ ته
ورشۍ لـه ملكنډه اشنغر كې په دورو شوم
په لنډۍ په سردرياب هم سانېولى غوندې ورو شوم
چې كاته مې غوړېدلي سره ګلونه وو باګرام كې
ګل كڅونو په ټلونو هوسۍ رغښتې په هر ګام كې
په جوټو جوټو يې كوز كړم د باګرام پولو پټو ته
تصور مې و ليواله د يو رند صوفي كتو ته
د غاټولو سره ګلونه مې راټول كړل په خيالونو
بوراګان په اټن سر و د رامبيلو په ګلونو
په مزه په مينه مينه شوم روان هزار خانې ته
دخيالونو په ټالونو د بابا سلام خانې ته
چې ورلنډ شوم دربار ته هلته جوړه سالګره وه
ملنګانو وو عاشقان وو شاعران مشاعره وه
ښه درنده مشاعره چې انونسر يې قلندر و
داجمل د مشرۍ لاندې په تقرير بوخت سمندر و
غنى غلى نغښتى ناست وْ د ادب په پلوشو كې
مفتون ګډ و په درنجقو دخپل شعر په نشو كې
خليق ناست په ننداره و پريشان وړى پريشانۍ و
د حمزه غزل اخستى نوى رنګ بيا دځوانۍ و
مهدي شا پاچا په مينه دا د تحسين وايه وهمي ته
خېال طوفان او كامل واړه وركاوه شاباس راهي ته
كه اياز و كه يونس و كه سليم وْكه فيضى و
كه هميش و كه عاصي و كه اكبر وه كه بزمي و
وار په وار ډير و ځوانانو د بابا په قبر باندې
سرې غونچې د عقيدت او داخلاص ډالۍكړې وړاندې
ولي خان په ډاګه وويل كه يو نه شو نو وركيږو
په جواب كې ټولو ووېل چې يو كيږو به يوكيږو
مام د ګلو ګيډۍ وروړه په مزار مې نذرانه كړه
په چك چكو استقبال شوم چې شروع مې ترانه كړه
د كليزې د نمانځنې پس راوالوتم كابل ته
دې محفل نه چې خبر شوم برابر راغلمه دلته
د سيلاب په ژبه كړی بابا تاسو ته پيغام دی
كه نن يو نه شوې پښتونه پس له دې مو ژوند تمام دی