د جګړې ډګرملي آهنګ د يوې پښتنې كونډې پيغام
يواځې ناسته يم شهيد ته وير كومه
ننګ غيرت لرمه
زه پښتنه يم پښتني پت به ساتمه
ننګ غيرت لرمه
شونډې به سرې، سترګې به تورې
تر هغه پورې نكړم ياره
ځان به سينګار، جامې به نورې
تر هغه پورې نكړم ياره
څو چې غليم تا سره سم وغځومه
ننګ غيرت لرمه
اول به لاړه شم تيراته
په اپريدو به ژړا وكړم
بيا ځم چترال او سلالاته
په ننګيالو به ژړا وكړم
په پښتنو به ننواتې ګرځومه
ننګ غيرت لرمه
خانان به راشي په پوښتنه
زما لاتمه ورته شته دى
زلمي به وكاندې ټولنه
زما لاتمه ورته شته دى
كه خداى كول خپل شهيدان به وګټمه
ننګ غيرت لرمه
كه پوره نشوه د زلمونه
داتورې زلفې به پګړۍ كړم
خپل شهيدان په ښځنو باندې ګټمه
ننګ غيرت لرمه
ټولو زلموته مې پيغام دى
"سېلابه" ستا خوږو مسرو كې
زما مرام خپل انتقام دى
"سېلابه" ستا خوږو مسرو كې
د پښتون کونډه يم کونتون ورته کومه
ننګ غيرت لرمه