مروره آرزو

تركيب شوى لـه دردونو
 هر قلم دغه مضمون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 د پردو كپ وكالر كې
 رانه ځان او جهان هېر شو
 
 د تقليد په تواضع كې
 رانه ډېر لوى آرمان هېر شو
 
 د فراق په جزيرو كې
 د څاروانه كاروان هېر شو
 
 په طوفان د جهالت كې
 رانه درد او درمان هېر شو
 
 نور خبر لـه حاله نه يم
 په سبا مې نن پرون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 غوږ لرم او زګيروى اورم
 نور خبر نه يم چې څه دي
 
 سترګې شته لاسونه شته دى
 خو ليدل كول ښه نه دي
 
 ساقي ډير جامونه راكړه
 په خوږو، په كې ترخه دي
 
 ولې دومره احساس نشته
 چې دا څه كوم او څه دي
 
 له ښو بدو خبر نه شوم
 بس تر ستوني مې معجون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 په يورپ لاړ شم يورپ ته
 په يورپ كې امريكا ته
 
 خيال هوس رانه ياغي دى
 ځكه تښتي هرې خواته
 
 د ماشوم غوندې وروليږم
 پلنې غيږې د جفا ته
 
 مروره مې آرزو شوه
 چې روان شومه صحراته
 
 ارادو مې ګيلې وكړې
 سرمې ايښى په زنګون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 په رڼو سترګو ويده يم
 دا د كوم جادو اثر دى
 
 په خمود جمود كې خدايږو
 ژوند د ژوند نه مرور دى
 
 د پردو په خوشحالۍ كې
 ما دوكړى مال او سر دى
 
 خو آخرمې داسې حال دى
 چې محشر ورته اختر دى
 
 چې په كور كې مسافر يم
 دا د كوم جادو افسون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 دغه لاس او پښې څه كړم
 چې ژوندون موندلى نه شم
 
 ددې ژبې نه ګونګ خوښ يم
 چې خپل حق غوښتلى نه شم
 
 ددې سترګو نه ړوند ښه يم
 چې تزوير ليدلى نه شم
 
 دا شعور دې اوبه يوسي
 چې خولــه شته خندلى نه شم
 
 درديدلى كړېدلى
 شپه او ورځ مې شواخون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 انسانانو وزر وكړه
 خو زه لا په ځمكه خړم شوم
 
 خلكو نوې يارۍ وكړې
 خو زه ورور لره لړم شوم
 
 د پردي تهذيب تشويق كې
 څو څو ځله منقسم شوم
 
 اوس لا هم ده پته وركه
 چې زه كوږ شومه كه سم شوم
 
 خو همدانيستي مې بس دى
 چې په برخه مې بېلتون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 ساقي نوي شراب راكه
 ماته نويو پيمانو كې
 
 پاريدلې مې آرزو ده
 درديدلو ترانو كې
 
 بخته څو به مرور يې
 كشمكش د زمانو كې
 
 د اميد ځواني شوه خاورې
 انتظار دجيلخانو كې
 
 نوره تنګه حوصله ده
 فقط پاتې يو شبخون دى
 
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى
 
 ارزوګانو ګيلې وكړې
 اميدونه په ژړا شو
 
 ارادو اوسيلي وكړه
 او عزمونه هم رسوا شو
 
 بس دی دومره جبر بس دى
 چې مې كور كلى تالاشو
 
 ای سېلابه وروڼه يو كړه
 ګوندې خدايږو د خندا شو
 
 چي آزاد پښتونستان شي
 نو پښتون هله پښتون دى
 د ژوندون هره پرده مې
 د غمونو نندارتون دى