عمري محكوم يم ولې
د عدالت نارې سورې دي په تمامه دنيا
په ايشيا كې دا بې رحمه ظالمان وګوره
مسلمانانو قاديانيان نكړي له مونږه حيا
بيا د بمونو افريدو باندې باران وګوره
پاڅېږه وغړوه سترګې شه بيداره وروره
دخداى لپاره وروره
يم اتحاد ستا اتفاق ته انتظاره وروره
دخداى لپاره وروره
له ډېره جوشه مې له خولې ووځي كوكاره وروره
دخداى لپاره وروره
ټوله دنيا شوله خپلواكه د پښتون سوا
ځه كجورې كې دې خپل ورونه شهيدان وګوره
هرچا اخستي خپل حقوق زه ترې محروم يم ولې
عمري محكوم يم ولې
دنېا خوټوله شوه ازاده زه معدوم يم ولې
عمري محكوم يم ولې
په دغه عصر عدالت كې زه مظلوم يم ولې
عمري محكوم يم ولې
پښتونه وكه ننګ غېرت څه حال تېريږي په تا
ځه شا اوخوا چيرته دعدل جوړميدان وګوره
يمه خوشحال كه مې پرې لاړ شي تمامي مال او سر
دخپلواكۍ په ډګر
نه يم خفه كه په سېنه مې لاړ شي غشي خنجر
دخپلواكۍ په ډګر
زه به شهېد شم يا غازي دښمن به مري لكه خر
دخپلواكۍ په ډګر
يم شيدا شوى زه مجنون دازادۍ په ليلا
ورشه تاريخ كې مې د پلار نېكه دوران وګوره
پښتونه وروره حق دې بيل كړه قاديانيانو ځنې
له ظالمانو ځنې
د جوټه خورو د انګريز له مريدانو ځنې
له ظالمانو ځنې
ځان ته ازاد ژوندون پيدا كه غلامانو ځنې
له ظالمانو ځنې
پښتنې پيغلې د وطن كړي په سرو سترګو ژړا
سيلابه جوړ له خپلواكۍ ورته پيزوان وګوره