د بېدارۍ غږ

راشئ وروڼو راشئ چې تازه عزيزولي كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا
 
 پاڅيږئ ساپو، مومندو وكوئ غيرت واړه
 ويښ شئ اپريدو، شينوارو و كوئ وحدت واړه
 
 هلئ سالارزو مامندو وكوئ همت واړه
 اى پښتون اولاده زر شه وكړئ صداقت واړه
 
 ځئ چې سرو مال لــه وطن واړه قرباني كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا
 
 خداى لپاره يو شئ سره بس كړئ نفاقت ځنې
 لږ خو ځان خبر كړئ د وحدت لــه حقيقت ځنې
 
 كله كه اګاه شوي د يووالې د قيمت ځنې
 ډيرې خوږلنۍ لري لــه قند او لــه شربت ځنې
 
 ملا وتړئ ټينګه چې دنيا سره سيالي كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا
 
 نن دى وخت راغلى د ويښتيا او بيدارۍ وروره
 لاړه زمانه د كسالت او بيكارۍ وروره
 
 ټوله دنيا خلاصه شوه لــه غم او ناچارۍ وروره
 هله راپاڅېږه دادى وخت د تيارۍ وروره
 
 وكړه ننګ غيرت چې يرغلونه پخواني كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا
 
 وګوره اى وروره خپلو كونډو يتيمانو ته
 واچوه نظر د جېل خانې قيدي بنديانو ته
 
 هغه نوابانو غفار خان غوندې خانانو ته
 يوسه دا پيغام زما مزار د شهيدانو ته
 
 الله اكبر دى اذانونه بلالي كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا
 
 پاڅيږه پښتونه په ژړا دې واړه وروڼه دي
 كړي ظالمانو په دوى باندې ډېر ظلمونه دي
 
 لاس كې اتكړۍ پراته يې په غاړه زنځيرونه دي
 بند په بند تړلي يې ددوى واړه اندامونه دي
 
 اى"سيلابه" پاڅه چې آزاد خپل ننګيالي كړو بيا
 دغه نوي عصر ته ښكاره پښتونولي كړو بيا