د آزادۍ پتنګ
پام كوه هر ګوره چې طواف نه لاس وردار نشې
هوش كوه پتنګه چې ډيوې ځنې كنار نشې
هيڅكله خطا په چل و ول دكوم اغيار نشې
هيڅكله جدا لـه خپلې شمعې لـه رخسار نشې
خير دى خدايږو خير دى كه ستي لـه خپلې شمعې شوې
ليلا به په لاس درشي كه خالي لـه بلې طمعې شوې
ډيردي په دې مينه كې اجرونه راحتونه ستا
نشته په دې ليار دزرې هومره زيانونه ستا
څو ځله څو وارې دي ښكاره امتحانونه ستا
ګورى دا ثبات استقامت دي دوه غبرګ ورونه ستا
تل رسي مطلب ته سړى خپل استقامت سره
دا توره ملګرې ده هميش ملي وحدت سره
اى د ازادۍ پتنګه تل دا چورليدل كوه
تل لـه خپلې ښكلې محبوبا نه زاريدل كوه
دغه دې مطلب دى دې هدف ته رسيدل كوه
تل په آزادۍ باندې دځان قربانيدل كوه
څنګه چې مزه كوي ليلا د خپل مجنون سره
دا د ازادۍ ناوې جوړيږي د پښتون سره
غږ د ازادۍ كې رنګا رنګ مزې خوندونه شته
دغه پاكه مينه كې رښتيا ښكلي سيلونه شته
دغه دلروبا سره نور هر راز راحتونه شته
دې سره لـه هرې ډډې مينه الفتونه شته
څوك چې شيدا شوى لـه فطرته دې ليلا باندې
نه جوړيږي خدايږو غير لـه دې بله دوا باندې