ترانه

دا وطن ... دا ښكلى زېبا وطن - دا وطن زما وطن
 دامې د بابا وطن دا راباندې ګران دى
 دا افغانستان دى دا افغاستان دى
 
 ستا بلخ و بخدي او دا د بست برم و عظمت چې دى
 لوړ شان و شوكت چې دی
 
 ستا زابل كابل او د پامير دا سر اوچت چې دى
 ستا تخاريستان د اتلانو لوى قوت چې دی
 لوړ شان اوشوكت چې دى
 لوړ شان او شوكت چې دى
 
 دا ام البلاد د نهضتونو د جهان دى
 دا افغانستان دى دا افغانستان دى
 دا خاوره ټاټوبى د غازي او د غوريانو دى
 فــــــخر د ســـــوريـــانـــودى
 فخر د سوريانودى
 
 دلته غږيدلى عالى دور د لوديانو دى
 فــــــخر د ســـــوريـــانـــودى
 فخر د سوريانودى
 
 دلته رپېدلى لوړ بېرغ د غزنويانو دى
 فــــــخر د ســـــوريـــانـــودى
 فخر د سوريانودى
 
 بيټ نيكه فولاد كروړدې بيل بيل ثناخوان دى
 دا افغانستان - دا افغانستان
 
 خاوره دې د سرو ده كيميا بوټي دي ګلونه دي
 كاڼي دې لالونه دي كاڼي دې لالونه دي
 غلي پټ پراته دې په سينه كې عظمتونه دي
 كاڼي دې لالونه دي كاڼي دې لالونه دي
 
 لوړې كارنامې دپښتنو دې يادګارونه دي
 كاڼي دې لالونه دي كاڼي دې لالونه دي
 
 دا باغ ارم د اريانا زړه پرې ودان دى
 د افغانستان دى دا افغانستان دى
 
 ګران افغانستانه څه ملت چې د افغان يو
 ټول درنه قربان يوټول درنه قربان يو
 
 نر اوښځې واړه ستا د شمعې پتنګان يو
 ټول درنه قربان يو ټول درنه قربان يو
 
 بېا ستا ترقۍ ته موټى شوي زوړ او ځوان يو
 ټول درنه قربان يو ټول درنه قربان ېو
 
 ډيره ترقي دې د سيلاب د زړه ارمان دى
 دا افغاستان دى دا افغانستان دى