د ازادۍ ناوې وايي
څو به خړ پړ پروت يې اى پښتونه په دشتونو كې
څو به زندگي كړې په دې تورو زندانونو كې
ټول عمر دې تېر شو ناخبره په كونجونو كې
هېڅ رابيدار نه شوې د دنيا په گردشونو كې
څو به وږې خېټه لوڅې پښې گرځې په غرونو كې
څو به در په در خاورې په سر يې په ملكونو كې
ډېر يې وروسته پاتې ته ددې عصر قومونو كې
ډوب يې سر تر پايه په كړاو او په غمونو كې
هله متفق شه كور و كلي او تربرونو كې
جوړ پښتونستان كړه سر اوچت كړه ملتونو كې
څو به يې غمگين د پښتونخوا په ناتارونو كې
څو به زندگي كړې په دې تورو زندانونو كې
تاته اى پښتونه تل زما دغه نارې دي
څو به شمېرل كېږې د مړو په كتار كې
سترگې مې زړگيه ستا د غم په وينو سرې دي
حال د ويلو نه دى همېشه يم په ناتار كې
اوښكې مې روانې په سپين مخ چرې چرې دي
سوځم لكه شمع ستا د غم په شب تار كې
زړه كې ارزوگانې او هيلې خرې خرې دي
ناست يم د رفعت او سعادت په انتظار كې
راغله اميدونه ارزوگانې په موجونو كې
څو به زندگي كړې په دې تورو زندانونو كې
بيا ليلا نارې وهي په ناز سره مجنون ته
راشه اى ملگريه! چې ولاړ يې په بېديا كې
وخت د وصال راغى نظر مه كوه بېلتون ته
ځه چې ځو گلزار ته گرانه ياره په خندا كې
نوې زلفې جوړې نوى فكر كړه ژوندون ته
ته چې ملنگ شوى وې په دې غم او سودا كې
لږ كه ملتفت شې تحول د نن پرون ته
بله هنگامه ده توده شوې په اسيا كې
دا پيغام لېږي د ازادۍ ليلا پښتون ته
ځه چې لاس نيولي سره گرځو پښتونخوا كې
ډېرې دي مزې د ازادۍ په سينگارونو كې
څو به زندگي كړې په دې تورو زندانونو كې
راشئ اڅكزو بلوڅو ټول يو اتفاق شئ
ډېر خوندونه شته په اتفاق او په وحدت كې
اى صافو، مومندو، اپريدو په يو ميثاق شئ
څو پورې به تاسې يو له بل اوسئ نفرت كې
لرې يوسفزو او سالارزو له افتراق شئ
ډېر دي مرضونه په گوندې او عداوت كې
اى وزير، مسيدو، يو په بل باندې عشاق شئ
ډېر دي لذتونه د يو والي په شربت كې
هلئ پښتنو واړه بېزاره له نفاق شئ
ټول شئ عاشقان د پښتونخوا په محبت كې
تل د بيدارې تبليغ كوي سېلاب شعرونو كې
څو به زندگي كړې په دې تورو زندانونو كې
كابل_ 5/ سنبله/1333