د هجر زلزله

قلم كاغذ په لاس مدام شعرونه جوړوم
په خپله عاشقۍ مې تصديقونه جوړوم
د مينې په فضا كې او د شعر په رڼا كې
د وصل د اميد په نوم قصرونه جوړوم
شېبه كې د قدرت او ثانيه كې د فرصت
ليلا ته د ګيلو نه تومارونه جوړوم
د عشق په ګلزار كې او د وصل په سينګار كې
د مينې محبت ساده رمزونه جوړوم
د هجر زلزله كې او د غم په غلبله كې
د عشق په سلسله كې منترونه جوړوم
ګلشن د محبت كې او چمن د يار وصلت كې
دې خپل راتلونكي ژوند ته پلانونه جوړوم
نوكر چې د ليلا يم د وصال په تمنا يم
ددې غم په سودا كې كتابونه جوړوم
كنډوسكى هجر غر شو بيا ټول راته په سر شو
اوس ژوند د لېونتوب ته سينګارونه جوړوم
بندي كړمه خوبانو، زنځير كې د زلفانو
په څېر د لېونيانو نور خيالونه جوړوم
د مينې په باغچه كې او د وصل په چړچه كې
سېلاب شمه سېلاب د عشق موجونه جوړوم

كابل، پامير_ 3/5/1333