د خوبانو مكېزونه

ما ليدلي ستا خالونه رنگ په رنگ
ځكه وړمه ستا ظلمونه رنگ په رنگ
گر چاپېر راڅخه تاو دي ولونه ولونه
ستا د زلفو كمندونه رنگ په رنگ
په زړگي باندې مې گرځي دم په دم كې
ستا د وصل سينگارونه رنگ په رنگ
د مَېن په خوب و خيال كې همېشه وي
د خوبانو مكېزونه رنگ په رنگ
دا دستور دى ډيوې خاندي خپل جمال ته
پتنگان سوځي وزرونه رنگ په رنگ
عاشقان يې لا علاج مني په مينه
دا د تركو ستمونه رنگ په رنگ
خوار عاشق په ظاهر روغ رمټ ښكارېږي
خو په زړه لري زخمونه رنگ په رنگ
كه بېلتون دى كه فراق دى كه هجران دى
راكوي په زړه داغونه رنگ په رنگ
تا همه عمر په خيال او هوس تېر كه
ما خوړلي ستا غمونه رنگ په رنگ
اى ريباره خداى لپاره شه بيداره!
يار ته يو مې سه عرضونه رنگ په رنگ
بې له ياره مې گيله نشته بل چا نه
كړه راجوړ يې پېغورونه رنگ په رنگ
ډېرې مينې مجنون كړى زه سېلاب يم
چې درلېږم پيغامونه رنگ په رنگ

30/3/1333