سرې لمبې

ملي اهنګ:
ته په ټال د تورو زلفو زنګېدلې
سهيلې به درته مخ كې دنګېدلې
چې كوم عرض به كړو ما ستا حضور ته وړاندې
د ماشوم غوندې به ماله برګېدلې
رانه ولوېده قلم او كاغذ دواړه
خدايږو ته چې مې په زړه وګرځېدلې
ته روانه وې په ناز او په بل ساز كې
په ما سرې لمبې د هجر بلېدلې
زما سرې وينې له سترګو نه جاري شوې
چې غماز سره په ناز و خندېدلې
زه زندان د بېلتانه كې په ژړا وم
ته محفل كې د خوبانو لوبېدلې
زېرى راغى وې چې پاڅه يار دې راغى
د زړه باغ كې مې غوټۍ وغوړېدلې
د هجران تياره شوه محوه هغه دم كې
چې ګلزار كې د وصال وشرنګېدلې
د وصال رڼا د هجر شپه رڼا كړه
چې له ورايه لكه برق وځلېدلې
هغه وخت شوم شاهنشاه د عاشقانو
سينګار چې مې په خوا كې ودرېدلې
خير كه زه دې يم په سور انګار كې سوى
ته خو هم كله ناكله ځورېدلې
د سېلاب شونډې مرې مرې شوې ياره
هغه وخت كې چې ترې تللې بېلېدلې

كابل، دارالعلوم_ 13/3/1333