پېغلې په سرو سترگو ژړېږي د پلرو له لاسه
عجب روزگار مې د دنيا په بحر و بر وليده
زوى مې د پلاره پلار مې له زويه مرور وليده
دوه وروڼه گورمه چې وي دواړه بدبين يو بل ته
يار مې له يار سره يارۍ باندې ممتر وليده
اشنايان واړه ليندكې ږدي همېشه يو بل ته
د دنيا ژوند مې ورځ تر ورځې حال بتر وليده
مينه محبت او صداقت الفت له خلكو تللى
ظالم له لاسه مې غريب خوار دربدر وليده
چې دې قِيران ورته ښكاره كه نو قران ته شا كړي
دغه عمل مې په هر وخت په زېر و زور وليده
د حق ويلو توان طاقت چې خداى وركړى ورته
ملا صاحب مې هم ساكت پاس په منبر وليده
پېغلې په سرو سترگو ژړېږي د پلرو له لاسه
د پلرو ظلم او ستم مې په دختر وليده
ټاكلى نرخ نه لري عدل او انصاف نه كوي
د موټروان ظلم مې لوى سرك په سر وليده
عاطفه رحم لطف نشته چا كې يو بڅرى
د هر انسان زړگى مې كلك لكه حجر وليده
د اخرت غم او سودا نشته د هېچا سره
ددې دنيا پسې مې هر سړى اوتر وليده
د بې غورۍ له لاسه لاړ شم چاته وژاړمه
چې مې د خپل حق په غوښتو پښتون كسكر وليده
نن غلامان په افغانانو بمبارى كوينه
ژاړم په دې چې پښتانه مې بې هنر وليده
خان غفار خان او صمد خان په جېل كې شپې تېروي
افسوس ارمان چې نور ځوانان مې بې خبر وليده
ځكه ژړېږمه همېش د عدالت په عصر
چې ماشومان مې زخميان شوي سور ټټر وليده
سېلابه! نشته حقيقي امانت گر په جهان
د خپل طاقت پورې ظالم مې هر بشر وليده
11/3/1333