ډكې پيمانې

چې قلم واخلي ښې رنګينې ترانې جوړوي
د يار لپاره په مثال كې افسانې جوړوي
خلك كه ځانته جوړوي ماڼۍ راحت لپاره
عاشق د مينې منارو كې ميخانې جوړوي
چې شي د مينې په ګلزار ګډ عاشقان معشوقې
بيا د وصال له زرو ډكې پيمانې جوړوي
د حقيقت طرفدارانو تماشې له راشئ
مجنون ليلا، فرهاد شرينه يارانې جوړوي
د سېلاب زېرى يار له يوسه دا خبر پرې وكړه
رنګين شعرونه ستا د عشق د زمانې جوړوي

كابل، دارالعلوم_ 11/ جوزا/1333