د مينې زراعت

كه هر څو كړم د خوبانو عبادت
دلبر نه كړي شفقت او صداقت
مال او ځان كه همه واړه قرباني كړم
نه قبلېږي د يار در كې كفارت
زړه مې دى ټوټې ټوټې مرض مې پټ دى
ظاهر ښكارم روغ رمټ او سلامت
كه د اوښكو په ځاى وينې وژړېږم
اشنا نه كوي په دې هم قناعت
زه سلګۍ وهم په جېل د بېلتانه كې
يار مې ناست دى په كرسۍ كړي عدالت
عاقبت به زما لاس د يار ګرېوان وي
چې شي ورځ د حشر نشر د قيامت
ټول عالم ماته د ګرم نسبت كوينه
ګران اشنا ته چا ونه وې ملامت
د سېلاب يېوه او جغ قلم كاغذ دي
چې كوي په دې د مينې زراعت

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 5/جوزا/1333