نوكر

ملي اّهنګ:
حال مې بترېږي په ورو ورو سره
كوم دم چې شيدا شومه
په غم مبتلا شومه
نوكر د ليلا شومه
عالم كې رسوا شومه
ګېر شومه د زلفو د پنجرو سره
حال مې بترېږي په ورو سره
عشق كې خوار و زار يمه
پروت په زړه بيمار يمه
هر څه نه بېزار يمه
تا له انتظار يمه
غوږ مې په اّواز دى د ګونګرو سره
حال مې بترېږي په ورو ورو سره
پروت يم په تورتم كې زه
د عشق په ماتم كې زه
لېونيانو جم كې زه
د وصال په غم كې زه
كله به يار وينم د ګجرو سره
حال مې بترېږي په ورو ورو سره
پروت بندي غراب سېلاب
زلفو په تناب سېلاب
مست دى بې شراب سېلاب
نه وايي كذاب سېلاب
غم غلطومه په مسرو سره
حال مې بترېږي په ورو ورو سره

ننګرهار، كامه_ 1333