د سپين مخ څوكيداران
چاربيته
تورې څڼې دې په مخ وهي ټالونه
په درګاه كې دې ګدا يم شهرياره
تورې زلفې دې زنګېږي ولونه ولونه
د مرض علاج مې وكړه ګرانه ياره
تور زلفان دې د سپين مخ څوكيداران دي
زه سايل عارض ولاړ درته په در يم
سور چارګل او سور پېزوان دې څه كانې كړي
زه همېش د دوى له لاسه كور و كر يم
عالمونه خلك ټول راپورې خاندي
بې تنخوا بې كسيرې چې دې نوكر يم
غير حق دې راته جوړ كړه پېغورونه
چې رسوا دې په عالم كړم پري واره
پلار و مور او خور و ورور رانه بېزار شو
په كوم دم چې شومه ستا په تهمت رنګ
خپل پردى قام او عزيز رانه كنار شو
چې جنبې د محبت كړمه ملنګ
د منصور غوندې مې ټول عمر په دار شو
سپي رقيب سره چې پرېوتم په جنګ
نامراده عشقه تا راكړه داغونه
چې همه عمر مې شولو ناقراره
د هجران په جېلخانه كې تل ژړېږم
چې اخته يمه د مينې بيمارۍ كې
تل رنځېږم ويلې كېږم او كړېږم
تمامي عمر مې تېر شو ناچارۍ كې
اخر مرم له دې مرضه نه رغېږم
ساه مې خېژي د خوبانو نوكرۍ كې
دوايي غواړم د سرو لبو جامونه
حكيمانو تعين كړي ما لپاره
د ژوندون هره ګړۍ مې زنكدن دى
چې بندي يمه په جېل د بېلتانه كې
له رباب نه زيات كباب زما بدن دى
خدايږو تنګ يم نور په دغه ژوندانه كې
په زړګي مې داغ ارمان د ستا ديدن دى
له چشمانو مې رود ځي په ګرېوانه كې
زه سېلاب لرم په زړه باندې پنډونه
ستا غمونه خروارونه اى دلداره
كابل شهرا را_ 1333