جنګ و ترانه

ستا د محبت په جېل كې زه بندي اسير يمه
بند په بند تړلى دې د زلفو په زنځير يمه
خداى لپاره ګرانه ياره كومه ده ګناه زما
واوره دا ژړا زما
عشق راته اور شو چې اشنا نه شو اشنا زما
حال شولو رسوا زما
څوك مې مجنون بولي څوك كوي په حال خندا زما
ګرانې محبوبا زما
كند كچكول په غاړه ليلا تا پسې فقير يمه
بند په بند تړلى دې د زلفو په زنځير يمه
عشق راته اور شو چې پېښ ستا په يارانه شومه
سوى پروانه شومه
خپل دى كه اشنا دى زه له ټولو بېګانه شومه
سر په ويرانه شومه
پاتي كسب و كار شو بوخت په چنګ و ترانه شومه
خدايږو دېوانه شومه
پاكه مې ده مينه پاك مې عشق پاك په ضمير يمه
بند په بند تړلى دې د زلفو په زنځير يمه
اى صنمه اى ګلفمه ستا د در ملنګ يمه
غم كې دې پالنګ يمه
نام و ننګ نه تېر يمه په مينه كې بې ننګ يمه
ټول په تهمت رنګ يمه
در كې دې ولاړ ليلا په تمه د قلنګ يمه
سپي رقيب نه تنګ يمه
زه سېلاب ملنګ ګدا د سرو شونډو سوالګير يمه
بند په بند تړلى دې د زلفو په زنځير يمه

ننګرهار، كامه_ 1333